پټ استخباراتي معلومات ښيي، بې درکه امریکایی خبریال په سوریه کې د اسد رژیم بندي کړی و

په سوریې کې د بشار الاسد د نسکور شوي رژيم یو شمېر افشا شوي استخباراتي معلومات په لومړي ځل په دغه هېواد کې د نیول شوي امریکايي ژورنالیست په اړه ناویلي معلومات ډاګیزه کړې دي.

په دې معلوماتو کې چې بي بي سي هم تائید کړي، ښکاره کېږي چې اسټېن ټایس د اسد رژیم ته وفاداره ځواکونو نیولی و، خو په اړه یې له هر څه ویلو په کلکه انکار کېده.

امریکایي ژورنالیست اسټېن ټایس د ۲۰۱۲م کال اګست میاشت کې د سوریې پلازمېنې ته نږدې تری تم شوی و. نوموړی هغه مهال ۳۱ کلن و او د فریلانس یا خپلواک ژورنالیست په توګه یې کار کاوه.

ویل کېږي سوریې ته د دغه هېواد د کورنۍ جګړې په اړه د رپوټ جوړولو په موخه تللی و.

له دې مخکې نوموړي په افغانستان او عراق کې د امریکايي سرتېرو په لیکو کې خدمت کړی و. دی د واشنګټن د جورج ټاون پوهنتون کې د حقوقو محصل هم و.

هغه مهال د هغه له ورکېدو شاوخوا دوې میاشتې وروسته په انټرنېټ د هغه داسې ویډيو خپره شوه، چې لاسونه او سترګې یې تړلې وې او پرې ټینګار کېده چې د وسله والې ډلې په ملاتړ ورته لیکل شوې اعلامیه ولولي.

امریکايي چارواکي د هغه له تري تم کېدو وروسته په دې باور وو چې دی سوریه کې د هغه وخت حکومت نیولی، خو د بشار الاسد په مشرۍ حکومت تل دا خبره ردوله او په ښکاره یې داسې څرګندوله چې اسټېن تایس کومې وسله والې جهادي ډلې نیولی دی.

له هغه مهال بیا تر اوسه د هغه د نیونې په اړه هیڅ کره معلومات نه وو ډاګیزه شوي. په دې موده کې د هغه د نیولو مسوولیت کوم حکومت یا کومې وسله والې ډلې هم نه دی اخیستی.

د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې د اسد رژیم له نسکورېدو را وروسته دا استخباراتي معلومات چې بي بي سي هم پرې پلټنه کوله، د ښاغلي تایس په اړه تر ټولو د لوړې کچې تائید شوي معلومات دي.

د اسد رژيم له نسکورېدو وروسته د امریکا د هغه مهال ولسمشر جو بایډن وویل، دی باور لري چې امریکایی ژورنالیست اسټېن ټایس ژوندی دی.

د اسټېن مور هم ویلي و، چې باوري سرچینې ورته ویلي چې زوی یې ژوندی او ورسره ښه چلن کېږي خو له دې سره-سره کله چې د اسد رژيم ړنګېدو پر مهال زندانونه مات او ګڼ شمېر بندیان ووتل خپله د اسټېن ټایس څه معلومات ونه موندل شول.

د تېرې جنورۍ په میاشت کې د هغه مور خپله سوریې ته لاړه او د سوریې له لنډمهاله مشر احمد الشرع سره یې هم ولیدل.

دی یو له هغو امریکایانو دی، چې له ډېرې اوږدې مودې ورک دی، مور او پلار یې تل هڅه کوي چې د کمپاین له لارې د هغه دغې اوږدې ورکېدنې ته د خلکو پام ور واړوي.

اسټېن ټایس د اسد د رژيم یو له داسې تري تم شویو بندیانو دی، چې ادعا کېږي د هغه په ګډون سل زره نور خلک پکې نیول شوي او ورک شوي دي.