د طالبانو حکومت:‌ د ملګرو ملتونو ادارو بې‌کیفیته خوراکي توکي او د نري رنځ کېټونه وارد کړي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې 'یو‌اېن‌ډي‌پي' افغانستان ته د نري رنځ ناروغۍ د تشخیص سلګونه داسې بې‌کیفیته کېټونه وارد کړي چې له ځانګړو اسنادو سره یې توپیر لري.

همداشان دغه وزارت ویلي، یادې ادارې هم په یوه رسمي لیک کې په دې برخه کې خپله تېروتنه منلې ده.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، مرستندویه هېوادونه او بنسټونه باید په بشري مرستو کې د حساب ورکولو او شفافیت اصل ته پاملرنه وکړي:

"د دوی مرستې د مورو ماشوم او د ټولنې د نورو زیانګالو افغانانو د سالمې روغتیا په برخه کې اغېزناکې دي. په ورته وخت کې دا ټینګار کوو هغه مرستې چې مرستندویه هېوادونه یې له عامو افغانانو سره د مرستې په پار کوي او د تطبیقوونکو مؤسساتو یا ملګرو ملتونو د ارګانونو له خوا وېشل کېږي، باید شفافیت او د حساب ورکولو اصل په نظر کې ونیول شي".

ښاغلي جلالي وویل، د موجوده مرستو سالم مدیریت او اغېزناکه ګټه اخیستنه د بې ځایه لګښتونو مخنیوی او د لا ډېرو افغانانو د ګټمنېدو لامل ګرځېدی شي.

نوموړي وویل، ځینې مؤسسې چې له نړیوالو ادارو مرستې ترلاسه کوي، خو د مرستو د مؤثر مدیریت او سالمې ګټې اخیستنې برخه کې پاتې راغلي او پایله یې د ده پر ټکو دا شوې ده هغه سرچینې د افغانانو لپاره پام کې نیول شوې، چې په سمه توګه نه دي مصرف شوې.

د طالبانو دغه چارواکي د خوړو پر نړیوال پروګرام (ډبیلو‌اېف‌پي) نیوکه وکړه چې نژدې ۷۰۰۰ ټنه بې‌کیفیته مواد یې افغانستان ته راوړي.

ده وویل: "دا چې د عامې روغتیا وزارت د خوارکي توکو د خوندیتوب او د کیفیت د کنټرول مسؤلیت پرغاړه لري، هڅه کوي د هغو خوارکي توکو مخه ونیول شي چې حرام، بې‌کیفیته او غیر خوندي وي او د ناروغۍ ذریعه ګرځي".

جلالي ادعا کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) د 'سوپر سیریل' په نامه ۶۷۵۰ ټنه بې‌کیفیته خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي چې د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړه: "دغه ترکیب د ښځې او ماشومانو د تغذیې لپاره کارول کېږي، له بده مرغه دا لویه اندازه خوراکي مواد د بشري مرستو په نامه راوړل شوي، د پېرلو پرمهال یې د خوړو د خوندیتوب معیارونه په نظر کې نه دي نیول شوي چې په پایله کې ډېری موادو یې د راوړلو پرمهال خپل کیفیت له لاسه ورکړی او د استفادې وړ نه دي".

جلالي دا ادعا هم کوي چې دغه سازمان ۵۵،۸ مټرکه ټنه د 'پریمیکس' په نامه مواد پرته له دې چې ظرفیت ته یې پام وکړي، وارد کړي چې تاریختېري او ضایع شوي دي.

نوموړي دا مسله (د مرستو ښکاره ضایع) بللې ده:‌

"دا مواد چې د خوړو د بډایه یا غني کولو په موخه ګټه ترې اخیستل کېږي، پرته له دې چې ډبلیو اېف پي د خوړو خپل کلنی ظرفیت په پام کې ونیسي، افغانستان ته راوارد کړي چې د اوړو د پروسس په وخت کې ورڅخه اضافه او تاریخ‌تېر شوي چې دا د بشري مرستو یوه څرګنده ضایع ده".

نوموړي دا چاره د بشري مرستو په وېش کې د ځنډ لامل ګرځي او له بل پلوه د داسې معتبرو ادارو له خوا د پېر پرمهال د خوړو د خوندیتوب معیارونه په نظر کې نه نیول کېږي او د دې لامل کېږي چې افغانستان ته د بشري په نامه د بې‌کیفیته خوارکي توکو راواردول زموږ د هېوادوالو د ناروغیو او ان د مړینې سبب هم وګرځي.

نوموړي د دویمې بېلګې په توګه یاده کړه چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې (یو‌اېن‌‌ډي‌پي) له لوري د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص ۶۵۰ داسې کېټونه یا بستې واردې کړې چې له واقعي موادو سره مطابقت نه لري او ځینې یې تاریخ‌تېر دي.

"یو‌اېن‌‌ډي‌پي له ۲۰۱۵ کال راهیسې زموږ د توبرکلوز، ملاریا او اېډز پروګرامونو د ملاتړ لپاره له ګلوبل فنډ نه خپلې مالي سرچینې ترلاسه کوي، څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي‌ډي‌سي) د غوښتنې پربنسټ د ملګرو ملتونو د یو اېن ډي پي له لوري ۶۵۰ د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص کېټونه افغانستان ته وارد کړل، خو له بده مرغه کله چې یاد کېټونه ۲۶ ولایتونو ته ووېشل شول، څرګنده شوه چې اسنادو کې شته مواد له وېشل کېدونکو کېټونو سره توپیر لري".

جلالي وايي، د ځینو کېټونو په ترکېب کې د الکولو اسید د ختمېدو د اعتبار نېټه تېره شوې او تاریخ‌تېر شوي، "یادې سرغړونې رسما له یو‌اېن‌ډي‌پي سره شریکې شوې دي او یاد سازمان دغه تېروتنې د یوه رسمي لیک په توسط‌ منلې" دي.

د طالبانو دغه روغتیايي چارواکي دا هم ویلي، ځینې نورې بېلګې هم لري چې ځینې مؤسسې په ډېر لوړ قېمت خدمات وړاندې کوي، چې وايي‌ بېلګه یې د یوې داسې مؤسسې ده چې شپږ کلینیکونه یې په شپږ نیم میلیونه ډالره تمویلول،‌ چې د ده پر ټکو دا د یوه ولایت د یوه کال له بودیجې سره برابره ده.‌

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د عامه اړیکو مسول فلیپ کرافپ بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو حکومت دغې ادعا ته غبرګون کې وویل « د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې ډبیلو ایف پي ته معلومه شوه چې د خوړو ځینې کڅوړې ستونزې لري نو سم لاسي یې د مرستو له زېرمو لرې کړې او پر ځای یې نور خوراکي توکي اضافه شول. له هغه وروسته موږ د افغانستان د خوړو او درملو له ادارې سره په همغږۍ کار کوو معیاري چوپړونه وشي.» ښاغلی کرافپ وايي هیڅ ځای بې کیفیته خواړه او درمل نه دي ویشل شوي او دا چې دوی د افغانستان له قوانینو سره سم خپل فعالیتونه کوي.

کندهار کې د نوزیږدو د مړینې کچې لوړېدل

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو پر مرستندویه ادارو په داسې حال کې نیوکه کوي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر افغانستان ته د خپل یوه اونۍ سفر په ترڅ کې کندهار ته تللی.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د کندهار ملکي روغتون کې یوه وېډیو کې له افغانستان سره د مرستو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی او وايي‌ د بودیجې درول (د میلیونونو کسانو لپاره د مرګ حکم) دی.

نوموړی وايي، په تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې ۴۰۰ روغتیايي ‌مرکزونه تړل شوي او له درې میلیونو ډېر خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

هغه د روغتیايي‌ مرکزونو تړل کېدو ته په اشاره ویلي، د کندهار روغتون یوه چپرکټ کې درې تر څلور ماشومان بستري شوي دي.

ټام فلېچر زیاتوي، نوي زیږېدلي ماشومان هغو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري چې ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي او ډاکټران په ډېر کړکېچن حالت کې دي‌ چې د چا ژوند وژغوري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د ټام فلېچر دا خبرې تایید کړې او وايي کندهار کې د نوو زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په افغانستان کې له اوسط‌ ملي کچې لوړه شوې ده.