BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, اسرائیل وايي د ایران پر اتومي او پوځي موخو یې بریدونه کړي او د ایران سملاسي غبرګون ته په تمه دي
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه بیان کې د ایران پر ضد برید تایید کړی او ویلي یې دي: "یوه شېبې مخکې اسرائیل د 'لوېدلي زمري عملیات' پیل کړل؛ د دې پوځي عملیاتو هدف د ایران هغه ګواښ دی چې د اسرائیل له منځه وړلو هڅه کوي. دغه عملیات به هر څو ورځې چې اړتیا وي دوام وکړي چې د ګواښ د پراختیا مخه ونیسي." مخکې د اسرائیل د دفاع وزیر ویلي وو، دغه هېواد پر ایران "د مخنیوي لپاره" بریدونه کړي او تمه لري ایران ژر ځواب ورکړي. د اسرائیل د دفاع وزارت ځانګړی بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.
ژوندۍ پاڼه, د هند لومړی وزیر مودي د ایر انډیا الوتکې د پېښې ځای ته لاړ، د الوتکې د تورو بکسونو موندلو لټون روان دی
د هند په احمد اباد کې د لندن پر لور روانه الوتکه له الوت لږ وروسته وغورځېده. د هند دولتي هوايي چلن ائرانډیا لخوا په دې هکله ویل شوي: ''اې ای ۱۷۱ شمېره الوتکه چې له احمد اباد نه د لندن ګېټویک هوايي ډګر ته پرلار وه، نن له یوې پېښې سره مخامخ شوه.'' هندي چارواکو په داسې حال کې د لږ تر لږه ۲۴۱ مسافرو وژل کېدل تائید کړي، چې د یوه بریتانوي ژوندي پاتې کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د غزې د خوارځواکې نجلۍ د مور د زړه خبره؛ 'لور ته مې د بریا نښه جوړه کړه'
ژړا یې بېسېکه شوې وه، خو ما سیوار عاشور غږ ان مخکې له دې چې له بس نه راویستل شي، اورېدلی شوای. دا د یوې داسې ماشومې ژړا وه چې نه تسلیمېږي - د داسې ماشومې یوه نازولې چیغه چې د جګړې په منځ کې زيږېدلې ده، خو اوس لږ تر لږه د لنډمهال لپاره د جګړې له تاو وتلې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ غزه کې د سملاسياوربند غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د پنجشنبې په ورځ په ډېری رایو سره له غزې سره د جګړې د سمدستي، غیر مشروط او دايمي اوربند غوښتنه وکړه، او دا پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې تېرې اوونۍ امریکا د امنیت شورا کې د ورته هڅې مخه ونیوله او پرې یې "ویټو" ولګاوه.په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د ایران پر ضد د اسرائیلو له مخکیني برید وروسته، تمه کېږي چې ایران به ژر پر اسرائیلو او د دې هېواد پر ولسي وګړو د توغندیو او ډرون بریدونه وکړي. له همدې امله، او د ملکي دفاع قانون له مخې، د دفاع وزیر اسراییل کاتس یو ځانګړی فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به د اسرائیلو په ټوله کورني جبهه کې یو ځانګړی بېړنی حالت نافذ شي. "خلک باید د کورني جبهې د قوماندې او اړوندو چارواکو لارښوونو ته غاړه کېږدي او د خوندي ځایونو دننه پاتې شي."
د ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ: 'غواړم ښوونځی ووایم او انجنیر شم خو له مجبورۍ کار کوم'
دولس کلن عمر د وران موټر څنګ ته ولاړ دی او خپل پلار سره په مستري خانه کې کار کوي. داسې حال کې چې لاسونه پر موبلایلو تور وو، راته وویل، "زما خواهش دا ده چې مکتب ته ولاړ شم، انجینر شم...خو له مجبوریت مې پلار سره کار کوم."
ځانګړي مطالب
د عابدې تراژیدي: د طالبانو د محکمې له پرېکړې وروسته یې ځان سوځولی
د غور د یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د سوځېدا په قضیه کې بي بي سي نوي معلومات موندلي دي. دا نجلۍ چې عابده نومېږي څو اوونۍ وړاندې په سوځېدا ځان وواژه. بي بي سي موندلې چې عابده د طالبانو د محکمې له پرېکړې سره جوړه نه وه. محکمې دا د عظیم په نامه یوه کس ته سپارله چې د هغې خوښ نه و.
د بدمعاشانو ډلې مشر بي بي سي ته حال ویلی، چې ولې مشهور هندی سندرغاړی سيدهو موسېوالا ووژل شو
د مشهور هندي سندرغاړي سیدهو موسي والا وژنې هندوستان ته ټکان ور کړ. د 'هپ هاپ' سندریزې بڼې دغه پنجابی سندرغاړی د اوجرتي قاتلانو له خوا په خپل موټر کې په ډزو ووژل شو. د هغه له وژنې څو ساعتونه وروسته د ګولډي برار په نامه یوه پنجابي 'بدمعاش' پر خپله فېسبوک پاڼه د دې وژنې مسوولیت ومانه.
په ازبکستان کې د اقتصاد او پانګونې غونډه کې د طالبانو د استازي ګډون، ولې مهم خبر دی؟
د ازبکستان په پلازمېنه، تاشکند، کې د اقتصاد او پانګونې په تړاو د شاوخوا سلو هېوادو او نړیوالو ټولنو په ګډون یوه غونډه پیل شوه. دې درې-ورځنۍ غونډې ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ ورغلی. ازبکستان او د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او د افغانستان له لارې د سوېلي او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګرۍ پراخولو ته پرلپسې لېوالتیا ښودلې ده.
ایران کې د دوو افغان وروڼو اعدام: ''زه د خپلو لوڼو راتلونکي ته ډېر اندېښمن یم''
دا د ۴۰ کلن نور محمد د وروستۍ خبرو یوه برخه ده، چې تېر کال (۲۰۲۴) په ایران کې د نشې توکو د قاچاق په تور د شاوخوا ۸۰ اعدام شوو افغانانو له ډلې نه وو. د هغه وروستۍ خبرې اترې له خپلې مور، حُسن بي بي سره، د کورنۍ د یوه غړي لخوا ثبت او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې هغه مهال په خواله رسنۍ کې په پراخه کچه لاس پر لاس شول.
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
روغتیا
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۳ جون ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۱۲ جون ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, ستاسې غږ, ۱۵:۳۰, ۱۲ جون ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
د اورېدونکو نظرونه
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۲ جون ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.