BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اوکرایین وايي، په ډرون بریدونو کې یې د روسیې لږ تر لږه ۴۰ جنګي الوتکې په نښه کړې دي
اوکرایین چارواکي ادعا کوي، چې د روسیې په بېلابېلو هوايي اډو کې یې تر ۴۰ ډېرې جنګي الوتکې په نښه کړې دي. دا په ظاهره د روسیې پر هوايي چلن تر ټولو زړور ډرون بریدونه ښکاري. د اوکرایین امنیتي خدماتو ادارې (اېس بي یو) له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''د دښمن ستراتیژیکې بمبار کوونکې (الوتکې) په روسیه کې د اور په لمبو کې سوځي.''
د کالوريو له شمېرلو پرته څرنګه کولی شو مناسب وزن ولرو؟
کارپوهان يو لړ تګلارې وړاندې کوي چې له مخې يې خلک کولی شي د ورځني مناسب خوراک لپاره تر ګټه واخلي. د کالوريو شمېرل د ځينو خلکو لپاره ګټور تمامېږي خو ځينې نورې بديلې لارې هم شته.
اوپل سوچاتا د تیونو له سرطانه روغ شوه او د ښکلا ملکې مقام یې وګاټه
د هندوستان په حیدراباد کې د ښکلا ملکې "میس ورلډ" د ۷۲ پړاوسیالي یوه تایلنډۍ اوپل سوچاتا ګټلې، دویم ځای ایتوپیايۍ هیسیټ ډیریز او درېیم مقام د مارټینیک اوسېدونکې اوریلي یوهاچم خپل کړی دی. دا جنجالي سیالي چې د روانې مې میاشتې په ۷مه پیل شوې وه، چې یکشنبه د مې په ۳۱مه د 'ښکلا ملکې' په معلومېدو پای ته ورسېده.
ایا د افغانستان قوش تېپې کانال د منځنۍ اسیا اوبه کموي؟
د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال د چارو له پرمختګ سره هممهاله د منځنۍ اسیا هېوادونه د امو سیند د اوبو د کمېدو په هکله اندېښنې ښيي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تازه ویلي چې د دې کانال نژدې سل کیلومتره اوږد دویم پړاو یا فاز په بشپړېدو دی. د تاجکستان د راغون او د قوش تېپې کانال په څېر سترو پروژو په منځنۍ اسیا کې د اوبو د سرچینو وېش په جنجالي مسله بدل کړی دی.
تاجکستان لسګونه افغان کډوال ایستلي؛ د طالبانو حکومت وايي، نژدې څلورو کالو کې پنځه میلیونه کډوال هېواد ته ستانه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، تاجکستان د شېرخان بندر له لارې ۴۹ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تاجکستان یاد کډوال د تېرې چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته اړولي چې په ډله کې یې ۳۶ کډوالو د تاجکستان اقامه یا د اوسېدو اسناد او ۱۲ نورو یې پر پاسپورټونو د تاجکستان ویزې لرلې.
ځانګړي مطالب
د حج په اړه پنځه حقیقتونه، ایا مخکې پرې پوهېدئ؟
حج د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی سفر دی چې هر کال نژدې دوه میلیونه عبادت کوونکي د سعودي عربستان مکې ښار ته ورځي. دا د اسلام له پنځو بناوو یا ستنو یوه ده او هر هغه مسلمان چې بدني او مالي وس ولري، په ژوند کې یو ځل پرې حج ادا کول فرض دي.
ولې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر ملایان نیول کېږي؟
افغانستان کې یو شمېر هغه دیني عالمان یو پر بل پسې نیول کېږي چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي. دوی کې ځیني نیول شوي کسان د "اسلامي او جهادي ارزښتونو ملاتړ" په نوم د یوې شورا غړي دي. دغه شورا په تېره جنورۍ کې کابل کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې وې.نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامالومو وسلوالو" درې عالمان نیولي او نامالوم ځای ته یې وړي دي.
ولې چین تر اوسه افغانستان کې د نړۍ د میسو د دویم لوی کان استخراج نه دی پیل کړی؟
د افغانستان او چین ترمنځ د عینک مسو کان د تاریخي تړون له لاسلیکه ۱۷ کاله وروسته لا هم د دغه کان د مسو استخراج يا رايستلو کار نه دی پیل شوی. کارپوهانو او هغو کسانو چې په دې پروژې کې له نژدې ښکېل دي بي بي سي ته ویلي، چین به "هېڅکله" د عینک مسو کان کیندنې کار پیل نه کړي، خو د طالبانو حکومت وايي، "ډاډه شوي"، چې کان کیندنه به پیل شي.
لارۍ چپه شوه، ۲۵۰ میلیونه مچۍ وتښتېدې
په اټکلي ډول شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د امریکا د واشنګټن ایالت کې له یوې چپه شوې لارۍ وتښتېدې، چې له امله یې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی له دې چیچونکو حشراتو لرې پاتې شي.
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
روغتیا
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۲ جون ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, Just One Thing/Art, ۱۵:۳۰, ۱ جون ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
یوازې یو شی= داسې څه اورئ چې ستاسو فزیکي او رواني روغتیا ته ګټه رسوي
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱ جون ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, Darman, ۱۲:۳۰, ۱ جون ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
مجله رادیویی در مورد مسائل صحی
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.