هغه سیلانیان نیول شوي چې نورستان کې یې هوايي ډزې کولې، سیلانیان وسلې له کومه کوي؟

د طالبانو حکومت وايي د افغانستان په ختیځ ولایت نورستان کې یې هغه سیلانیان نیولي چې له ځانه سره یې وسلې لېږدولې او هوايي ډزې یې کولې. دا نه دي ویل شوي چې څو کسان نیول شوي او څوک وو.

د طالبانو حکومت د امربلمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي" هغه ځوانان چې تېره ورځ نورستان ولایت ته د تفریح لپاره له وسلو سره تللي وو،هلته یې هوايي ډزې کړې وې او بې نظمي یې رامنځ ته کړې وه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست له لوري له امنیه قومندانۍ سره په همغږۍ بې وسلې او ونیول شول."

د طالبانو حکومت چارواکو دا نه ده روښانه کړې چې دغه کسان وسلې په څه ډول له ځانه سره لېږدوي، خو بي بي سي ته معلومه شوې چې وسله وال سیلانیان تر ډېره داسې کسان هم دي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د طالبانو حکومت لیکو کې دندې لري او یا هم د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت اړوند د وسلو ګرځولو اجازه لیکونه ورکړل شوي دي.

په تېر کې د وسله والو سیلانیانو له لوري ځينو سیمو کې مرګونې پېښې هم شوي. په اپرېل میاشت کې د کوچني اختر پر مهال د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د سیلانیانو ترمنځ ډزو کې د دغه ولسوالۍ دوه ځوانان ووژل شول. دغه سیلانیان چې وسلې ورسره وې له لوګره کونړ ته د سیل لپاره تللي وو. وژل شویو کسانو کې یو یې د طب پوهنځي زدکونکی یاد شوی و.

له هغه پېښې وروسته، د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو ژمنه کړې وه چې د سیلانۍ پر وخت به د وسلو ګرځولو مخه نیسي.

ځايي چارواکي وايي، دا تېرې درې ورځې د لوی اختر په شپو ورځو کې زرګونه کسان د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو نورستان ته د سیلانۍ لپاره ورغلي او هلته یې له ښېرازه غرنیو سیمو لیدنه کړې ده.

پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لید کېږي چې، ډلې ډلې ځوانان د غرونو لمنو مېلې کوي، د شپې تېرولو لپاره یې کېږدۍ وهلي او ځای ځای اټڼونه هم کېږي.

د نورستان ولایت یو موټر چلونکی سمیع الله وايي، د سیلانیانو شمېر دومره ډېر وو چې د کونړ نورستان لویه لاره د ګڼې ګوڼې له امله په ساعتونو، ساعتونو تړلې وه.

که څه هم د ځايي بازارونو لپاره د دومره کسانو د ورتګ خبره له اقتصادي پلوه یو ښه ګام او ورسره د سیلانۍ صعنت غوړېدو کې هم مرسته کولی شي خو پر لارو بې احتیاطي ډېر کله غرنیو سیمو کې د موټرو د غورځېدو لامل کېږي او ډېرې کورنۍ د ویر په ټغر کینوي.

په سیندونو کې د لامبو وهلو پر وخت مرګونې پېښې هم کېږي چې تازه د کونړ په پیچ دره کې ځايي خلک وايي دکندهار ولایت یو اوسېدونکی چې د سیل لپاره دغه سیمې ته ورغلی و، د سیند څپو کې لاهو شوی. ورسره د محمد ساپي په نوم د سیمې یوه تنکي ځوان هم هله خپل ژوند وبایله چې د دغه سیلاني د ژغورلو هڅه یې کوله.

له سیلانۍ سره یوازې د انسانانو د مرګونو پېښو اندېښنې نه دي تړلي، د چاپېریال زیانمنولو په تړاو هم په شنو او ښېرازه سیمو کې د ځايي خلکو او فعالانو نیوکې راپورته شوي دي.

پر خواله رسنیو د تېرې څه مودې راهیسې د عامه پوهاوي په توګه فعالان له خلکو غواړي چې کومو سیمو ته د سیل لپاره ورځي نو د چاپېریال پاکوالي پام دې وساتي.

پښتو ژبي لیکوال نعمان دوست لیکلي " د نورستان په سفر کې مو خالي پلاستیکي کڅوړې را اخیستې وې. د نورو خلکو څخه د پاتې شویو کثافاتو په راټولولو مو پیل وکړ او خپل وس مو دا شین چمن بیرته پاک ستره کړ. "

هغه وايي، "که څه هم زموږ په دین کې نظافت د ایمان یوه برخه ده خو موږ دیندارو دا برخه له پامه غورځولې ده.د دې برخې د بیرته را خپلولو لپاره د نصایحو، عامه پوهاوي او د جدي اصولو وضع کولو ترڅنګ عملي کار هم په کار دی چې نورو ته سرمشق شي. "

کتونکي وايي د جګړو له امله په افغانستان کې د سیلانۍ کلتور وده نه ده کړې. ډېرې هغه سیمې چې د ګرځندوی لپاره مناسبې دي، په تېرو کلونو کې د نا امنیو له امله خلک نه شو ورتللی. اوس چې نسبتا کراري ده، لوی شمېر کسان هڅه کوي د خپل هېواد هغه نا لیدلي سیمې وګوري چې پخوا ورتګ ناشونی و.

د ګرځندوی دود پراختیا ښايي وخت وغواړي، خو که د وسلو ګرځولو او ناپاکۍ په څېر خبرو ته پام ونه شي، ‌زیان به انسانان او چاپېریال دواړه وګالي.