'غواړم هنر مې د افغان مېرمنو غږ لوړ وساتي'

- Author, اوپرا فلش
- دنده, بي بي سي
د یوې افغانې مېرمن نقاشۍ د بریتانیا په یوه ګالرۍ کې نندارې ته اېښودل شوي. هغه وايي د هنر له لارې غواړي د خپلو خلکو غږ لوړ وساتي.
د معصومې انوري د هنري کار بېلګې یوه مهال کابل کې د افغانستان د ملي ګالرۍ پر دیوالونو ځړېدلې، خو کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، هغه اړ شوه چې افغانستان کې هر څه پرېږدي او بریتانیا ته کډواله شي.
هغه له خپل مېړه او اووه کلن زوی سره، درې کاله وړاندې د بریتانیا په ویسټ میډلینډز کې میشته شوه او خپل نوی ژوند یې پیل کړ. مېرمن انوري وايي "ما ښايي خپل کور له لاسه ورکړی وي خو ما خپل هویت له لاسه نه دی ورکړی."
هغه وايي "ځینې وختونه سوچ کوم که زه لاهم په افغانستان کې وای او د انځور جوړولو یا نقاشۍ فرصت مې نه درلودی زړه به درېدلی وای."

د مېرمن انوري د کار نوې بېلګې د سټافورډ شایر په لیچفیلډ کې په یوه ګالرۍ کې نندارې ته اېښودل شوي.
معصومې انوري چې کابل کې یې ژوند کړی وايي، له خپل ټاټوبې سره یې خوږې خاطرې تړلي. هغه وايي د جګړو مهال یې په زړه دی او دلته په بریتانیا کې هم چې کابل ور په زړه شي وايي " د ډزو غږونه او چاودنې مې یاد ته راځي."
اغلې انوري ویلي " زه او زوی مې اوس هم د هغې زورورې چاودنې غږ احساسو چې موږ ته خورا نژدې وه."
هغه وايي کله چې څلور کاله وړاندې طالبانو پر واګو ولکه وکړه " په یوه شپه کې هر څه بدل شول."
مېرمنې انوري کابل کې د بریټش کونسل له لوري د ښونځيو لپاره د استازې په توګه کار کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له بیا واکمنېدو سره هغه سخت دریځۍ پلې کړې چې دوی له اسلامي قانون سره تړاو ورکوي. نجونې له شپږمو ټولګیو پورته له زدکړو کېنول شوې او د ښځو پر کار محدودیتونه ولګول شول.
طالبانو په وار وار ویلي چې له ارزونو وروسته به د اسلامي شریعت په اډانه کې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي خو تر اوسه په دغه برخه کې هیڅ نه دي شوي.
معصومه انوري وايي "د ښځو ژوند له یوه مخه بدل شوی".
" خو هغوی لا هم د خپل ښه راتلونکي لپاره هیلې لري. تمه لرو چې یوه ورځ به بیا له امنیت سره ازادۍ ولري."

هغه وايي " زما نقاشۍ یوازې ساعتیري نه ده. هغوی چې نه شي کولی د محدودیتونو له امله څه ووايي، غواړم د هماغو خاموشه مېرمنو غږ په نقاشیو کې لوړ وساتم."
دې ګالرۍ کې د هغې اووه انځورونه نندارې ته ایښودل شوي او د دې کال تر پایه، د یوې لوی نقاشۍ غوښتنه هم ترې شوې چې د هنرونو په یوه ګډو کور کې به نندارې ته وړاندې شي.