د سوریې سویل کې د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې شوې

د سوریې په سویل کې نژدې دوه زره کسانو په هغه حکومت ضد مظاهره کې برخه درلوده، چې د دې هېواد د ولسمشر بشار الاسد تصویر پکې څېرې کړل شو.

دا په سویدا ښارګوټي کې د حکومت ضد وروستی احتجاج و. دې اونۍ مخکې په دې ښارګوټي کې هغه مهال احتجاجونه پیل شول، چې حکومت پر نفتو ورکړل شوې سبسډي بېرته واخیسته او له کبله یې اقتصادي ستونزې رامنځته شوې. حکومت تر اوسه د مظاهره کوونکو پر ضد سخت اقدام نه دی کړی.

سویدا د دروز مسلک اړوند لږکۍ اکثریت ښارګوټی دی. که څه هم د حکومت تر کنټرول لاندې دا ښار له کورنۍ جګړې نه دی اغېزمن شوی، خو د سوریې نورو برخو په څېر له اقتصادي مسائلو سره لاس او ګرېوان سیمه ده.

د جمعې پر ورځ د دې ښار اوسېدونکو یوې لویې ډلې په احتجاج کې د بشارالاسد پر ضد شعارونه ورکړل او ویل یې: ''بشارالاسده نه دې غواړو.'' د عربي نړۍ لپاره د بي بي سي ایډیټر سباستین عشیر وايي، د سویدا احتجاجونو کې ګډونوال ډېرېږي، خو دا ډول احتجاجونه تر اوسه داسې نورو ښارونو ته نه دي غځېدلي چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي.

د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې داسې احتجاجونه ځکه کمساري دي، چې امنیتي ځواکونو د حکومت ضد سیاسیون پکې سخت ځپلي دي. په یوه ویډیويي کلیپ‌ کې چې رویټرز خبري اژانس ته هم رسېدلي د احتجاجیانو یوه ډله لیدل کېږي چې د بزګرانو اتحادیې پر دفتر لګېدلی بنر چې د بشارالاسد تصویر پرې چاپ شوی، څېري. له دې مخکې د سویدا احتجاجیانو د مخکیني ولسمشر حافظ الاسد یوه ډبرینه مجسمه ماته کړې وه.

دې ته نژدې په دیره سیمه کې هم مخکې ا

یو څه حکومت ضد احتجاج شوی و. دا هغه سیمه ده چې په ۲۰۱۱ کال کې د اسد ضد پاڅون پکې پیل شوی و، خو اووه کاله وروسته حکومت بېرته ونیوه.