په سوریه کې د شیعه افغانانو اندېښنې: موږ له فاطمیون سره اړیکه نه درلوده

  • Author, علي حسیني
  • دنده, بي‌بي‌سي

"کله چې د بشار الاسد د حکومت د مخالفانو پرمختګ د حلب له پولو واوښت، د خلکو ترمنځ اندې‍ښنه احساسېدله، خو دوی فکر نه کاوه، چې دمشق ته به ورسېږي. کله چې دوی دمشق ته نژدې ښارونو حماه او حمص ته ورسېدل د دغو ښارونو شیعه وګړي هم د دمشق په لوري روان شول. دا د لویې اندېښنې لامل شو."

دا د یوه افغان شیعه چې له ډېرو کلونو راهېسې په سوریه کې ژوند کوي د خبرو یوه برخه ده.

په وروستیو ورځو کې او هم مهماله په سوریه کې د سخت درېځو اسلامپالو اورپکو له پرمختګونو سره موږ هلته له یو شمېر افغانانو سره په اړیکه کې وو.

د سوریې جګړه کې د شیعه افغانانو شتون چې ایران یې د سوریې جګړې ته استوي، دا اندېښنه رامنځ ته کړې ده، چې سني مذهبه سخت‌دریځه ډله، چې اوس دمشق ته ننوتلې او د بشارالاسد حکومت یې نسکور کړی، کېدای شي له فاطمیون د غچ اخیستو په پار افغان شیعه کسانو ته زیان واړوي.

شیعه ګان وايي، چې دوی "له فاطمیون سره هېڅ تړاو نه درلود."

ښايي فاطمیون د ډېرو هغو ځواکونو لپاره، چې دمشق ته ننوتل، یو پېژندل شوی نوم وي.

افغان شیعه اورپکي چې د ایران په ملاتړ په سوریه کې جنګېدلي د هغو کسانو له ډلې دي، چې د داعش ډلې په ماتولو کې یې "لوی لاس" درلود.

اوس یو شمېر ځواکونه چې پخوا د القاعدې او داعش غړي وو، دمشق ته د 'هیئة تحریر الشام' ډلې سره ننوتلي او دا چاره د افغان شیعه ګانو د اندېښنې لامل شوې ده.

که څه هم احمد شرع، چې په ابو محمد جولاني مشهور دی او د یادې سني وسله والې ډلې مشر دی له خپلو ځواکونو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.

خو په دمشق کې د ایران پر سفارت وروستی برید د دې نښه ده، چې ځینې اندیښنې کېدای شي رښتیا وي او امکان لري، حالت په هغه ډول پرمخ لاړ نه شي لکه څنګه چې هغه ظاهرا اعلان کړی دی.

له بلې خوا هر ښار ته، چې دوی ورسېدل، بندیان یې خوشې کړل، چې ځینې یې پخوا د فاطمیون پر وړاندې د جګړې په ډګر کې وو.

په سوریه کې مېشت افغان شیعه کډوال احمد ضیا وايي:

"اوس د ځینو افغانانو پلان دا دی، چې د سوریې د برخلیک تر معلومېدو پورې عراق ته ولاړ شي. ځینې نور بیا په دې نظر دي، چې شیعه ګانو ته زیان نه اوړي. خو اندېښنه د بهرنيو ځواکونو په اړه زياته ده. په کوم هېواد کې چې جګړه وي، د سیمې له خلکو وېره نه وي، ځکه دوی کلونه کلونه یوځای ژوند کړی وي او یو بل پېژني. خو هغه خلک، چې له بهره راځي، کېدای شي د فتنې لامل شي. له دې کسانو وېره په کار ده. "

د احمد ضیا په وینا، "کله چې مخالفې ډلې د فاطمیون په اړه خبرې کوي، دوی ټول افغانان ورپورې تړي. يعنې دوی وايي، هر هغه څوک چې افغان وي د فاطميون له ډلې دی. خو هغه کسان، چې د سیمې اوسېدونکي دي پوهېږي چې دا افغانان کلونه کلونه په سوریه کې اوسېدلي او له فاطمیون سره هېڅ تړاو نه لري."

یو بل شیعه افغان شجاع حسین، چې په سوریه کې اوسېږي ورته نظر لري:

"په سوریه کې د فاطمیون او افغانانو ترمنځ هېڅ اړېکه نه شته."

هغه زیاتوي: "یقیناً د سوریې د حکومت مخالفین ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري. دوی زموږ په اړه ډېر معلومات نه لري او هغه معلومات چې دوی ترلاسه کوي ناسم او نیمګړي دي. "

په سوریه کې وضعیت د اټکل وړ نه دی. داسې ډله واک ته رسېدلي، چې له یوې خوا د حکومت کولو تجربه نه لري او د ځواب ویلو په دریځ کې هم کله نه وه. له بلې خوا د یوې نیمې لسیزې جګړې کرکه هم په زړه کې لري، چې که مدیریت نه شي، کېدای شي د افغان شیعه ګانو په ګډون لږکیو ته جدي زیان ورسوي.

د دې ترڅنګ په تېرو کلونو کې د بشارالاسد د حکومت د مخالفانو له خوا په بریدونو کې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په سوریه کې د مېشتو افغانانو کره شمېره په لاس کې نشته، خو خپله د دوی په وینا "شاوخوا ۱۸۰۰" کسان دي.

"د بې وطنۍ لوی درد"

کله چې ما احمد ضیا (نوم بدل شوی) ته د مرکې لپاره زنګ وواهه، له سلام وروسته هغه سملاسي ولیکل، چې په دمشق کې د خپلې کورنۍ په اړه اندېښمن دی.

په دمشق کې د بېلابېلو هېوادونو سفارتونو له خپلو اتباعو سره تماس نیولی او د هغوی د وتلو لپاره یې مرسته کړې ده، خو افغانستان په سوریه کې سفارت نه لري.

څو کاله وړاندې په سوریه کې د افغان اتباعو حقوقي او کونسلي چارې په اردن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شوې.

احمدضیا وايي: "د ځینو پاسپورټونو د اعتبار موده پای ته رسېدلې ده. یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې پاسپورټونو ته اړتیا لري له ستونزو سره مخامخ دي. افغانان هېڅ داسې اداره نه لري چې ورشي. دا د دوی لپاره لوی درد دی."

هغه زیاتوي: "افغانان هېڅ ځای ته نه شي تللای او د دوی تمه یوازې له ملګرو ملتونو ده. له بده مرغه، ملګري ملتونه همکاري نه کوي. د ټولو هغو افغانانو شکایت، چې په سوریه کې دي له ملګرو ملتونو دی. هغه استازی چې د ملګرو ملتونو لخوا د کډوالو د ستونزو اورېدو لپاره راځي، خورا ټیټ رتبه دی او یوازې له پنځو تر لسو دقیقو پورې وخت ورکوي."

افغانان کله سوریې ته تللي؟

د شجاع حسین (مستعار نوم) په وینا، افغانان په درېیو مختلفو دورو کې سوریې ته تللي او په دغه عربي هېواد کې مېشت شوي.

د افغانانو لومړۍ ډله شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندې په سوریه کې مېشته شوې. دوی په سعودي عربستان کې له حج کولو وروسته په سوریه کې پاتې شول او بېرته افغانستان ته ستانه نه شول.

په یو شمېر سیمو کې لکه زوریه او منحت باشا کې جوماتونه چې ډېر پخواني دي د افغانانو لخوا جوړ شوي دي.

لویې کورنۍ لکه د اغواني کورنۍ او د ایمن کورنۍ له ډې ډلې کسانو دي او ډېری یې سني دي.

ځینې یې له سوریایي کورنیو سره یوځای شوي، د سوریې پاسپورټونه یې اخیستي او حتی ماشومان یې نه پوهېږي، چې د افغانستان د کومې سیمې دي. دوی "نژدې د سوریې د عربانو په څېر شوي."

د افغانانو دویمه ډله په ۱۳۵۰ لسیزه کې له عراقه سوریې ته ولاړه.

په دې کلونو کې د ایران او عراق ترمنځ د سرحدي شخړو له امله د بغداد حکومت پرېکړه وکړه، چې د نجف په سیمه کې مېشت ایراني عالمان او نور ایراني اتباع له هېواده وباسي.

افغان شیعه دیني عالمان او محصلین هم له دغو کسانو سره له عراقه ووتل. ځینې ایران ته لاړل، ځینې افغانستان او ځینې سوریې ته لاړل.

حمید کریمي، چې له سوریې څخه یې بي‌بي‌سي سره خبرې کړې دي وايي:

"د دوی لومړنۍ موخه زیارت و او دوی هیله درلوده، چې په عراق کې وضعیت ښه شي او دوی به بېرته عراق ته ستانه شي. خو دوی له هغه وخت راهیسې په سوریه کې ژوند کوي. د ګڼو یې پلرونه مړه شوي او ماشومان یې په سوریه کې پاتې دي. ډېری یې د دمشق په زینبیه سیمه کې ژوند کوي او شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ سلنه یې د سوریې له مېرمنو سره ودونه کړي دي. د دوی ماشومان عربان شوي او په عربي خبرې کوي، دوی په عربي ښوونځیو کې زدکړې کوي. دوی پوهنتون ته ځي او هېڅکله یې فارسي نه ده زدکړې. "

یوه بل افغان بي‌بي‌سي ته وویل: "په هغه وخت کې د بشارالاسد پلار حافظ اسد په سوریه کې واکمن و او د افغان شیعه ګانو اوسېدو لپاره فضا مناسبه وه. دوی د اوسېدو اسناد ترلاسه کړي وو. خو دوی ونه شو کړای، چې د سوریې پاسپورت ترلاسه کړي. دوی د زدکړې، کار کولو او کور اخیستلو فرصت درلود. له همدې امله، ډیرو یې په سوریه کې دندې او کورونه ترلاسه کړل. دغه وضعیت د دې لامل شو چې یو شمېر نور افغانان سوریې ته ولاړ شي. "

خو په وروستیو کلونو کې د افغانانو درېیمه ډله سوریې ته تللې. په ۲۰۰۷ کال کې چې د سوریې اقتصادي وضعیت نسبتاً ښه و.

"ځینې افغانان چې په ایران کې وو، د خیاطانو په ګډون له مشهد یا قم څخه سوریې ته تللي وو او هالته ورته معلومه شوه، چې کاري چاپېریال ډېر ښه دی او پرېکړه یې وکړه، چې په سوریه کې پاتې شي. په ورته وخت کې، دوی تمه درلوده چې د ملګرو ملتونو لخوا به د دوی لپاره اروپايي هېوادونو ته لاره هواره شي. دوی په سوریه کې پاتې شول. د دوی شمېر لږ دی. د دوی شمېر له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې دی. ډیری یې په فارسي خبرې کوي او ډېر لږ عربي خبرې کولی شي. دوی په ایران کې زدکړې کړي دي."